کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٣١ مه :
د حج او اوقافو وزارت په کابل ښار او د هغه په اړوندو ناحيوکې د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:نن د ١٣٩٦ هجري لمريز کال د غبرګولي دمياشتې ٣١ مه، دچار شنبې ورځ چې د روژې د مبارکې مياشتې له شبږ ويشتمې ورځې سره سمون خوري، په کابل ښار او اړوندو ناحيوکې د روژه ماتې وخت د ماښام اووه بجې او ديارلس دقيقې او د سپيده داغ وخت دوه بجې او شپږ پنځوس دقيقې مشخص شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ