ټولنه

د روژې د مبارکې مياشتې د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٣٠ مه :
د حج او اوقافو وزارت په کابل ښار او د هغه په اړوندو ناحيوکې د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نن د ١٣٩٦ هجري لمريز کال د غبرګولي د مياشتې ٣٠ مه، د سه شنبې ورځ چې د روژې د مبارکې مياشتې له پنځه ويشتمې ورځې سره سمون خوري، په کابل ښار او اړوندو ناحيوکې د روژه ماتې وخت د ماښام اووه بجې او دولس دقيقې او د سپيده داغ وخت دوه بجې او پنځه پنځوس دقيقې مشخص شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته