کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
د رويټرز خبري آژانس هندي توکمی خبریال او عکاس دانش صديقي نن سهار د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې له جګړو څخه د رپوټ د برابرولو په وخت کې ووژل شو.
ويل کېږي د رويټرز خبري آژانس دغه ځوان فوټو ژورنالیست دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته راغلی و او له جګړو څخه د خبر د چمتو کولو په خاطر د قندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی و.
که څه هم د قندهار امنيتي سرچینو تراوسه د دغه خبریال د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو يوشمېر کورنيو او بهرنيو خبري آژانسونو په سپين بولدک کې د دغه فوټو ژورنالیست د وژل کېدو خبر خپور کړى دى.
په همدې حال کې د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له باختر آژانس سره په ټليفوني اړيکه کې د دانش صديقي وژل کېدل تاييد کړي دي.
ختم-ج-ا
10 1 دقیقه لوستل