خبرونهټولنهTOPروغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې د نشه يي توکو د کاروونکو شمېر ۲۹۶ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی

کابل، د چنګاښ ۶مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت، (شواهد روښانه دي – د مخنیوي لپاره پانګونه وکړئ) تر شعار لاندې، د جون ۲۶مه (له نشه يي توکو سره د مبارزې نړیواله ورځ) ونمانځله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوه غونډې کې د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني، د نشه يي توکو د کارولو زیانونو ته په اشارې؛ وویل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې د نمانځلو موخه د اعتیاد مخنیوی، په نشه يي توکو روږدو کسانو ته پوره پاملرنه او د هغوی درملنه ده.
هغه زیاته کړه چې اوسمهال په هېواد کې، په نشه يي توکو د درملنې ۶۱ مرکزونه فعال دي او د اسلامي امارت په راتګ سره، په دغو مرکزونو کې د ۵۴ زره ۳۴۶ ناروغانو درملنه شوې او همدا رنګه د هېواد د روغتونونو د درملنې ظرفیت په کال کې ۳۰ زره ۸۰۰ بسترو ته رسېږي.
حقاني بېکاري، فقر، د پوهې کچې ټیټوالی او مهاجرتونه، هغه عوامل یاد کړل چې په نشه يي توکو د ځوانانو په روږدیتوب کې مهم رول لوبوي او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د مبارزې په لاره کې بشپړه همکاري کوي.
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو، له نشه يي توکو سره مبارزه د ټولو ګډ مسئولیت وباله او پر ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو او سازمانونو یې غږ وکړ چې د نشه يي توکو د مبارزې په لاره او د روږدو کسانو د درملنې او هغوی ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ ډېرې کړي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت له نشه توکو سره د مبارزې معینیت استازي ډاکټر شمس الرحمن منهاج، د یاد معینیت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې اوسمهال د هېواد په کچه د دغه معینیت په ۱۲ حمایوي مرکزونو کې؛ ۱۵ زره ۷۵۸ روږدي کسان تر درملنې او د ديني، حرفه يي او ورزشي برنامو لاندې دي.
منهاج زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر اوسه پورې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۱۴ زره روږدي کسان راټول شوي او د حمایې او درملنې مرکزونو ته معرفي شوي چې زیاتره یې تر درملنې، دیني او مسلکي زده کړو وروسته خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.
دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر مینوال، د نشه يي توکو پر وړاندې د مباررې پر لارو چارو، زیانونو او د روږديتوب پر عواملو خبرې وکړې او ویې ویل: “نړۍ د نشه يي توکو له یوه جدي ګواښ سره مخ ده او په ۲۰۲۳ کال کې د نشه يي توکو نړیوال راپور ښیي چې د دغو توکو د کاروونکو شمېر هر کال د زیاتېدو په حال کې دی او په ۲۰۱۱ کال کې د نشه يي توکو د کاروونکو شمېر له ۲۴۰ میلیونه تنو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹۶ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی.”
هغه زیاته کړه:”د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې ده؛ ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروونکو شمېر له دوه میلیونه څخه تر ۲.۴ میلیونه کسان دي چې د نړۍ په کچه د نشه يي توکو د کاروونکو د شمېر د زیاتوالي په پام کې نیولو سره به، له شک پرته دغه شمېر هم لوړ شي.”
د غونډې په بهیر کې، په افغانستان کې د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتو سازمان د دفتر «یو.ان.او.ډي.سي» استازې انوباسو وویل چې له نشه یي توکو سره مبارزه ګډ مسئولیت دی او باید په دې برخه کې لازمه پانګونه او جدي کار وشي.
هغې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه او له نورو بنسټونو او سازمانونو یې وغوښتل چې د روږدو کسانو د درملنې، حرفه يي زده کړو او کاري فرصتونو په برابرولو کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هېره دې نه وي چې د نشه يي توکو نړیواله ستونزه یوه څو اړخیزه ننګونه ده چې په ټوله نړۍ کې د میلیونو خلکو ژوند ګواښوي؛ په همدې اساس، د نشه يي توکو د ناوړې استفادې او ناقانونه قاچاقو پر وړاندې مبارزې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۲۶مه، له نشه يي توکو څخه پاکې نړۍ ته د رسېدو او د عمل او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د نړۍ په ګوت ګوت کې نمانځل کېږي چې نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې دا ورځ په افغانستان کې هم ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته