روغتیا

د روغتيايي قوانينو د څيړنې رياست په بازارکې دبې کيفيته درملو دوړاندې کولو مخه نيسي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څيړنې رييس وايي چې په بشپړه توګه هيوادته د درملو د قاچاقو مخنيوى ناشونى کار دى .

ده وويل: سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت په دې وروستيو وختوکې په دې لاره کې پراخې هلې ځلې پيل کړې دي؛ خو په پاکستان او ايران کې د افغانستان د پولو د زياترو برخو د پرانستل والي په نسبت په اوسنيو شرايطوکې د درملو د قاچاقو مخنيوى ناشونې کار دى .

ډاکتر سيد ابراهيم کامل چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل: سره له دې چې د خلکو يوه اندازه لګښتي درمل په غير قانوني ډول او د قاچاقو په توګه هيوادته وارديږي؛ خو په بازارکې درمل ددغه رياست تر ادارې لاندې دي او اړونده کار کوونکي په پرله پسې توګه په خصوصي او دولتي برخه کې د درملو د وړاندې کولو د مرکزونو په څيړنې سره د بې کيفيته، تېرتاريخ او دغير مجازو درملو د وړاندې کولو مخه ونيسي.

ډاکتر کامل څرګنده کړه چې په هيوادکې د درملو د قاچاقو په ستونزې د برياليتوب لپاره يې له خپلوهمکارانو سره يوه طرحه برابره کړې او د عامې روغتيا وزارت ته يې وړاندې کړې ده چې په هغې کې په هيوادکې د درملو او خوړو د يوې ملي ادارې د جوړولو وړانديز شوى دى .

ده وويل: په دې طرحه کې په هيوادکې د درملو او د خوراکي توکو د وړاندې کولو پانګه والو ته د يو لړ آسانتياوو برابرول هم په پام کې نيول شوي دي او په دغو اسانتياووکې ځمکه، بريښنا او د مالياتو کمښت شامل دي چې بايد پانګې اچوونکي د توليدي فابريکو د جوړولو لپاره ورڅخه ګټه واخلي او په دې لاره کې وهڅول شي.

د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څيړنې رييس وويل: که چيرې په هيوادکې د درملو توليدي فابريکې جوړې شي او د اړتيا درمل برابر کړي؛ کولاى شو له يوې خوا په هيوادکې د درملو د قاچاقو مخه ونيسو او له بله پلوه په ښه کيفيت سره معياري درمل د اړو کسانو په واک کې ورکړو.

ډاکتر کامل وويل: د عامې روغتيا وزارت د اسلام قلعه، نيمروز، حيرتان او د شيرخان په بندرونوکې د درملو او خوړو د کيفيت د څيړنې مرکزونه جوړوي او د وارداتي درملو او خوړو په هماغو بندرونوکې کنتروليږي.

ده يادونه وکړه چې هيواد ته د درملو د قاچاقو په مخنيوي کې د امنيتي بنسټونو مرسته او همکارۍ اهميت لري او موږ په دې لاره کې د دغو ځواکونو دايمي همکاري غواړو.

ده وويل چې هره ورځ اړونده موظفين د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د درملو او د خوراکي توکو د خدمتونو د وړاندې کولو مرکزونه څيړي او بې کيفيته، تېرتاريخ او غير مجاز درمل او خواړه راټولوي او له منځه يې وړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته