کابل باختر د کب دويمه :
وسله والوکسانو د روشن د مخابراتي شرکت يو انجنير په سرپل ولايت کې په ډزو سره وواژه .
انجنير عبدالهادي تېره شپه کله چې د يو رسمي ماموريت لپاره له سرپل ښار څخه د سانچارک ولسوالۍ ته روان و؛ په لاره کې د انګوټ عربيه په سيمه کې ديوې ډلې وسله والوطالبانوله خوا د سپرلۍ له موټر چلوونکي سره يې وتښتول شوخو دپوليسو مامورين وايي چې نن سهار د روشن دمخابراتي شرکت ددغه کارکوونکى مړى په يوه نا استوګنه سيمه کې ترلاسه کړى دى .
تراوسه پورې په سرپل کې د روشن د مخابراتي شرکت د موټر چلوونکي ګل احمد د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
په همدې حال کې د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال سخي داد حيدري باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر د وسله والوطالبانو د يوه سيمه ئيز قوماندان قاري بهرام افراد دي او دوى هلې ځلې کوي چې ددغې پيښې دعاملينو د نيولوتر څنګ، موټر چلوونکى دجګړه مارانو له منګولو څخه وژغوري .
تراوسه پورې د وسله والوطالبانوسيمه ئيز قوماندان قاري بهرام د سانچارک ولسوالۍ په لاره کې د دولتي او غير دولتي بنسټونو د څو تنوکارکوونکو د ترور عامل بلل شوى دى.
د سانچارک ولسوالۍ لاره په دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو په ګډون د تروريستيډلو په شتون او فعاليت سره دسرپل ولايت ډيره ناامنه سيمه بلل کيږي.
1 1 دقیقه لوستل