د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسي ځواکونو دوه نور ښارګوټي نیولي

نړۍ، د سلواغې لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د سپوتنیک خبري اژانس د خبر له مخې د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان الکساندر سیرسکی ویلي، چې د اوکراین پوځ د روسیې د اورشنیک توغندیو د مخنیوي او شنډولو توان نلري او دا د دوی لپاره یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي.
دغه راز د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په دونتسک او لوګانسک سیمو کې پرمختګونه کړي او دوه نور ښارګوټي یې نیولي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دوی د هوايي دفاع سیسټمونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین ۳۱ بې پيلوټه الوتکې راغورځولي او د یولړ عملیاتو پر مهال یې ۱۸ اوکرایني سرتېري وژلي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان کړي دي.