سیاست

د روسیي سفیر: روسیه له افغان امنیتي ځواکونو سره د نظامي تجهیزاتو مرستې ته چمتو ده

کابل- باختر د تلې د مياشتې ۲۱مه
په کابل کې د روسیې د فدارتیف جمهوریت لوی سفیر السکاندر مانتیتسکی نن د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره، د کتنې په ترڅ کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې د مرستې په اړه د خپل هېواد د چمتو والي خبر ورکړ.
د ملي امنيت د سلاکار دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د روسیې سفیر وویل چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر و ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغو تروریستانو سره په جګړه بوخت دي، چې غواړي د افغانستان او سیمې په هېوادونوکې نا امني خپره او د ولسونو ژوند له ګواښونو سره مخ کړي.
د ملي امنیت سلاکار له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روسیې له خوا د تجهيزاتو د مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطوکې د افغانستان امنیتي ځواکونه د روسیې په شمول د ټولو دوستو هېوادونو د تجهيزاتو مرستې ته اړتیا لري.
په دې کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضیعت او یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته