سیاستخبرونهTOP

د روسيې د ولسمشر سلاکار: د افغانستان د پرمختګونو ريښتنی انځور له ولسمشر پوتين سره شريکوو

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن له غرمې وروسته د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د سطحې پر لوړولو او پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سطحې له لوړولو سره په ګڼو برخو کې لا زیات پرمختګونه رامنځ ته کېدلای شي.
متقي زياته کړه؛ افغانستان سره له دې، چې د ګلخانه‌يي ګازونو تولید کې ونډه نه لري، اما د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی.
هغه له روسیې غوښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې ‏کارکوونکو ته روزنه ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د چاپيریال ساتنې په اړه په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د شتون په برخه کې د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې روسلان عادلګیرییف په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سطحې د لوړېدا پر لارو چارو وغږېده او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شریک کړي.
د روسیې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازي ټینګار وکړ، چې د افغانستان استازي باید د اقلیم د بدلون اړوندو نړیوالو ناستو کې ګډون ولري او زیاته یې کړه، چې روسیه به د COP 29 راتلونکې ناسته کې، چې د اذربایجان په باکو ښار کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته