د روسيې د سايبريا په يوه مارکيټ کې اورلګيدنه
مسکو باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
د رارسيدلوخبرونو له مخې د روسيې د سايبريا په لويديځ کې دکمرورو ښار دپېرودنې په يوه مرکز کې د اورلګيدنې له امله ٣٧ تنه ووژل شول.
باختر آژانس د بي بي سي ل خولې خبر راکړ ؛ د روسيې رسنۍ وايي يو شمېر خلک له هغې جملې څخه ماشومان هم په دغې پيښه کې بيدرکه شوي دي.
د لومړنيو خبرونو له مخې ؛ اورلګيدنه د ودانۍ په څلورم پوړ کې پيل شو ې او ويل کېږي ځينې خلکو له اور څخه د تيښتې په خاطرځانونه د ودانۍ له کړکيو څخه بهر غورځولي دي.
کمروروي د مسکو دختيځ په ٣٦٠٠ کيلومترۍ واټن کې د روسيې د ډبرو د سکرو د توليد يو مرکز دى.
ويل کېږي چې اورلګيدنه د ودانۍ په يوه تفريحي ځاى کې چې هلته يوه سينما هم شته پيل شوه او د دې اندېښه شته چې زيات شمېر ماشومان په ودانۍ کې بندپاتې وي او سينما ته څېرمه د ودانۍ چت هم نړيدلى دى.
تر اوسه پورې د اور لګيدنې علت نه دى اعلام شوى.پاى شکريه ذ