نړۍ

د روسيې د دفاع وزير ايران ته سفر وکړ

تهران ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
د فدراتيفې روسيې د دفاع وزير د دفاعي _ نظامي  همکارۍ  د سند د لاسليک کولو لپاره  د يو جګپوړى هيئت په مشرۍ  ايران ته سفر وکړ.
د دولتي خبري آژانسونو د خبرله مخې: د تهران د مهر آبا د په هوايي ډګرکې ډګر جنرال سرګي شويګو او ملګري  ته يې  دايران داسلامي  جمهوريت ددفاع وزارت  د نړيوالو  چارو او دوسله والو ځواکونو دملاتړ دچارو د مرستيال ډګروال فيروز مسيح پور له خوا هرکلى وويل شو.
جنرال شويګو به  په خپل  سفر کې چې په روان  ميلادي کال کې ايران ته ديوه روسي مقام لومړى سفر بلل کيږي؛ د ايران   له  جګپوړو دفاعي مقاماتو سره  ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړيکو دپراختيا دلارو چارو دڅيړنې او د دوه اړخيزو ، سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باب خبرې اترې وکړي .
د ايران د اسلامي جمهوريت  د دفاع  او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزير  ډګروال  حسين دهقان چې د روان کال د غبرګولي په مياشت کې په دريم نړيوال امنيتي غونډه کې دګډون لپاره روسيې ته سفر کړى و ، خپل روسي سيال ته تهران ته دسفر بلنه ورکړې وه .
په ١٣٨٠  کال کې هم د روسيې د وخت د دفاع وزير ايګور سرګيف ايران ته سفر کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته