پاريس – بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ١٥
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري چې له خپل روسيې سيال سرګي لاوروف سره د اوکراين او کريميا دبحران په باب په پاريس کې خبرې کولې وويل : چې دغه خبرې به په راتلوونکې کې دوام وکړي .
سرګي لاوروف هم له پرونۍ غونډې وروسته وويل : چې په دغو خبرو کې ټولو برخه والو دحالاتو په باب انديښنه درلوده او موافقه يې وکړه چې دغه خبرې بايد دوام وکړي ، خو لاوروف حاضر نه شو چې د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره وګوري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ