د روسيې بشر دوستانه مرستې کابل ته راورسېدې

کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر
د افغانستان د پېښو د څېړنې په چارو کي د دولت وزارت کابل ته د فدراتيفې روسيي د بشر دوستانه مرستو د رارسېدو خبر ورکړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت نن د چنګاښ په ٢٢مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې مرستو کې درمل، خيمې او کمپلې شاملې دي، چې د هوا له لارې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته لېږدول شوې دي.
د پېښو د څېړنو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلام غوث ناصري د دغو مرستو د تسليمۍ په مراسمو کې د افغانستان له خلکو سره د روسيي د مرستو اوهمکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ويلي، چې هڅه کوي دغه بشردوستانه مرستې په شفاف او عادلانه ډول د طبيعي پېښو پر مصيبت ځپلو ووېشي.
په دغو مراسمو کې په کابل کې د روسيي سفارت مرستيال انتون لاوروف ويلي، چې په دې مرستو کې ٣٠ خيمې، زر کمپلې او يوه اندازه درمل شامل دي چې په افغانستان کې د طبيعي پېښو له مصيبت ځپلو سره مرسته شوې ده.
د روسيي سفارت مرستيال ويلي، چې د روسيي مرستې به په افغانستان کې د زلزلې او سېلاوونو له مصيبت ځپلو سره دوام وکړي.
د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست کې سختې زلزلي او د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې د سېلاوونو له راوتلو وروسته ګاونډيو او د سيمې هېوادونو افغانستان ته خپلې مرستې لېږلي، او يو شمېر نورو هېوادونو هم ژمنه کړې، چې د دغو پېښو له مصيبت ځپلو سره به مرسته وکړي.
\ ذ