د روسيې اټومي بم نندارې ته وړاندې کيږي
مسکو ايرنا باختر دزمري دمياشتې ٢٩ :
د روسيې حکومت د سزار دبم په نامه دنړۍ ستر اټومي بم نندارې ته وړاندې کوي.
دايران دولتي خبري آژانس نن دبي بي سي دخبري سايټ له خولې خبر راکړ.
د سزار بم چې دنړۍ ډير ستر اټومي بم دى په راتلوونکي مياشت کې دمسکو داټومي انرژۍ دصنايعو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کيږي او له ١٩٥٤ ميلادي کال څخه د روسيې اټومي لاسته راوړنې ليدو ته وړاندې کيږي .
يو له دغو بمونو څخه چې د چاودنې توان يې اته پنځوس ميګا ټنه و په ١٩٦١ کال کې دپخواني شوروي اتحاد له خوا په شمال قطب کې وچوول شو چې توان يې دهغه بم په پرتله درې زره ځلې زيات و چې په دويمه نړيواله جګړه کې د جاپان په هيروشميا کې وچوول شو .
ټاکل شوې ده دمسکو داټومي انرژۍ دصنايعو نندارتون دکريملين ماڼۍ ته څيرمه جوړ شي او دغه بم به نندارې ته وړاندې شي .
ددغه بم بهرنۍ پوټکى دساروف له ښار څخه مسکو ته ليږدول کيږي.
دساروف ښار يو ممنوعه ښار دى او د اټومي تحقيقاتو لپاره ورڅخه استفاده کيږي.
دمسکو داټومي انرژۍ دصنايعو نندارتون به دوږي دمياشتې له لسمې نيټې څخه دتلې دمياشتې تر اتمې نيټې پورې دوام وکړي.