د روزګان پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترلاسه شويو وسلو او مهماتو کې ٢٠٠٠ د پیکا مرمۍ، ١٠٠٠ د کلاشنکوف مرمۍ، ٥٠٠ د دهشکې مرمۍ، ٣٥ د راکټ مرمۍ، ٤ کلاشنکوفونه، یو ایم ١٦، ۳ دوربینونه، ١ راکيټ او یوه پیکا شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه وسلې او مهمات د یو کس له لوري په ناقانونه توګه په یوه کور کې ساتل کېدې چې له کشفي څېړنو وروسته ترلاسه شوې او په دې تړاو د تورنو کسانو پلټنې روانې دي، چې تر نیول کېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته