د روزګان په روغتیايي مرکزونو ۶۰ امبولانسونه ووېشل شول
ترینکوټ باختر د وږي ۲۵ مه د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې نن د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له خوا ۶۰ مرسته شوي زرنج موټرسایکل ډوله امبولانسونه پر روغتیايي مرکزونو وويشل شول. د دغه امبولانسونو د ویش پرمهال د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې، په دغه امبولانسونو کې به له لرو پرتو سیموڅخه امیدوارې مېرمنې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي او د اړتیا پر مهال به د نورو ناروغانو په ګټه هم وکارول شي. له دې سره د دغه ولایت د عامي روغتیار مشر ډاکټرخان آغا میاخیل وايي د دغه امبولانسونو له ویشلو څخه يې هدف د مور اوماشوم د مړینې د کچې راټیټول دي. میاخیل که څه هم دا ونه وویل چې په دغه ولایت کې د مور اوماشوم د مړینې کچه لوړه شوې او که ټیټه شوې خو ووايي چې د دغو امبولانسو په ویشلوسره به په دغه ولایت کې د مور اوماشوم د مړینې کچه راټیټه شي. روزګان د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی په کوم کې چې له تېرو دوه کلونو راهیسې د جګړې ډګر تود او ولسوالیو ته غځیدلې لارې یې تړل شوي دي چې له امله یې زیات شمېر خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. د یادونې وړ ده چې یاد امبولانسونه ۹ میاشتې مخکې د روزګان د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي وو ،خو په ځنډ سره د وېش او د ځای پر ځای درېدو له امله یې یو شمېر مخکې له وېش څخه خراب شوي دي.پای/وصال