کابل، د وږي ۱۹مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت د روزګان د امنیې قومندانۍ د تخنکي ټیمونو له لوري د څه باندې ۳۰ وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روزګان امنیه قومندانۍ د تخنیکي ورکشاپ منسوبینو د تېرې یوې میاشتې په موده کې ۳۳ نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۴ هاموي ټانګونه، ۱۱ رنجرې، ۵ انټرنیشنل موټر او ۳ موټرسایکلونه شامل دي.