خبرونهTOPټولنه

د روان کال په دویمه نیمايي کې د دولتي کارکوونکو د کار د پيل او پای وختونه مشخص شول

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوي د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په دویمه نیمايي کې د دولتي کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص شول.

یاد وزارت باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږلې اعلامیه کې ویلي چې د مرکزي او ولایتي امارتي ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه د روان کال د تلې د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د همدې کال د کب میاشت تر پایه پورې؛ په لاندې ډول تنظیم شوي دي:

  له شنبې نه تر چهارشنبې: د کار پیل سهار ۸:۳۰ او د کار پای د مازدیګر،۳:۳۰ له یو ساعته وقفې سره؛ چې د غرمې له ۱۲ بجو تر ۱ بجې پورې د ماسپښین لمونځ او ډوډۍ لپاره ده. 

د پنجشنبې په ورځو کې: د کار پیل سهار ۸:۳۰ بجې او د کار پای د غرمې ۱:۳۰ بجه ده.

د یادونې وړ ده،چې د روژې مبارکې میاشتې  کاري مهالوېش په جلا توګه تنظیمېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته