کابل، د تلې ۲۹مه، باختر
د روان ۱۴۰۳ مالي کال په بهیر کې د هېواد په کچه، د ۱۵ لویو اقتصادي پروژو عملي چارې پیل شوې دي.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پیل، د طوطي میدان ګازو استخراج، د هرات – غور سړک، د کابل – غزني سړک دویم لین، د کابل ښار یو شمېر مهم داخلي سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارې، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې معیاري انتظارخونه، پلتوني بند، آغا جان بند، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه، د نیله باغ استوګنیزه پروژه، مس عینک پروژې ته غځيدلی سړک، په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصب، د ۲۳ میګاواټه لمریزه برېښنا او د ارغندۍ سبسټېشن د پاتې چارو پراختیا، په پیل شويو پروژو کې شامله ده.
ویل شوي چې د یادو پروژو عملي چارې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوې دي چې په دې سره لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.