روغتیا

د روان کال په بهيرکې په هرات کې د کابو ٤٠٠ تنو مسموميت

-کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې کابو څلور سوه تنه په هرات کې په زهرجنو موادو سره مسموم شوي دي .
  د هرات د مرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزى وايي چې په تيرو دريو مياشت کې په بېلابېلو مسموموونکو موادو سره د مسموميت ٣٩٨ پيښې ثبتې شوې دي .
ده وويل چې يواځې کابو ٨٠ تنو په ځان وژنې لاس پورې کړى دى او نور په ناڅاپي ډول له مسموميت سره مخامخ شوي دي .
شيرزى وايي چې ثبت شويو شمېرنو ته په پاملرنې سره ٥ تنه دغه کسان له مسموميت وروسته له منځه تللي دي .
په خبرکې ويل شوي دي چې د دغو پيښو په سلوکې٨٠ زيانمن شوي کسان ميرمنې دي .
د يادونې وړ ده: د هغو  لسو ښځو او نارينه و چې ځان يې په دار څړولى دى؛ مړي د هرات مرکز ي روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته