خبرونهاقتصادTOP

د روان مالي کال په دویمه ربع کې د هېواد ګمرکي چارو ۱۸سلنه پرمختګ کړی دی

کابل، د تلې ۲۲مه، باختر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د روان ۱۴۰۳ مالي کال په دویمه ربع کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته ترسره شوې ده.

د مالیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې، د روان مالي کال په دویمه ربع کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو فعالیتونو راپور وړاندې شو چې په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي شول چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري ۱۸ سلنه پرمختګ ښيي.

دغه راز، په ناسته کې د وړاندې شوي راپور په اړه هراړخیز تخنیکي بحثونه شوي او د چارو د لا پرمختګ لپاره د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندېزونه اورېدل شوي دي.

ویل شوي چې په یاده ناسته کې د روان مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل هم شوی چې له مخې یې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله، هېواد ته د سوداګریزو توکو واردات ۳۲ سلنه ډېر شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته