د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون ناسته ترسره شوه
کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ، نن د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې ناسته کې د ژورنالیستانو صندوق د کړنلارې او د رسنیو د عالي شورا د بیا جوړېدو پر اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په ناسته کې دغه راز د ځینو رسنیو له لوري یولړ ترسره شوې تخطۍ او سرغړونې په ګوته شوې او هم پر هغو کارېدونکو اصطلاحاتو تفصیلي بحث شوی چې له دیني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د کمېسيون په ناسته کې له رسنیو څخه غوښتنه شوې چې له دې وروسته باید دغه سرغړونې تکرار نشي.
په ناسته کې همدا رنګه پر ځينو هغو ستونزو غور شوی چې رسنۍ ورسره لاس او ګریوان دي.