د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين او د کمېسيون د مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پیل کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د کمېسیون د تېرې ناستې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه.
د کمېسیون په دې ناسته کې د رسنیو له خوا د راپور جوړونې په بهیر کې د خلکو شخصي حریم ته د درناوي په موخه لازمې پرېکړې شوې او د خبريالانو له لوري پر یو شمېر رسنیو شوي شکايتونه څېړل شوي دي.
د ناستې په پای کې، پر شپږو نورو موضوعاتو هم بحث شوی او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي.