د رسنيو له مسوولینو او وياندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري، د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو ته د ظرفیت لوړونې روزنيز سمينار له ترسره کولو وروسته، نن د رسنيو له مسوولينو، استازو او وياندويانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه، د چارو ادارې عمومي ریيس شيخ نورالحق انور، د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعيد خوستي، د وزارت مقام د دفتر رییس مولوي احسان الله حسان، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریيس مولوي ذبيح الله نوراني، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریيس مولوي رحمت الله نړيوال، د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو او د رسنيو مسړولينو او استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریيس مولوي رحمت الله نړيوال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل: “خوښ يوو چې د رسنيو او وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډې کوربتوب کوو، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له تېرو اتو مياشتو راپدېخوا په فعاليت پيل کړی چې د مرکز په ګډون يې د هېواد په اووه زونونو کې له وياندويانو او رسنيو سره ورته غونډې جوړې کړې چې په پايله کې يې اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی او لا هم هڅې کوو، څو په دې برخه کې نورې اسانتياوې رامنځته کړو.”

Img 20250123 Wa0019
دغه راز د رسنيو په استازيتوب د طلوع نيوز شبکې رییس ذبيح الله سادات، د خبريالانو د خونديتوب کميټې ریيس عبدالقديم وياړ، د آزادو خبريالانو اتحاديې ریيس حجت الله مجددي او د خبريالانو په استازيتوب روح الله عليزي په وار سره خپل نظريات، ستونزې او وړانديزونه شريک کړي دي.
هغوی ویلي دي: “موږ په تېرو درېيو کلونو کې د رسنيو او دولتي ادارو له وياندويانو سره په همغږۍ ټينګار کړی چې دا دی اوس د هغې ورځې شاهدان يوو او له دولتي ادارو سره د رسنيو او خبريالانو ښه همغږي رامنځته شوې ده؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولينو په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې چې د ستايلو دي.”
دوی همدا رنګه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه ‌کړې چې رسنيو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په رسنيزه برخه کې شته ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي.
ورته مهال، د امارتي ادارو د وياندويانو په استازيتوب د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع خبرې کړې او ويلي يې دي: “په اداري چارو کې مهم اصل همغږي ده چې د مطبوعاتي مسوولينو او وياندويانو ته حياتي ارزښت لري، د امارتي ادارو وياندويان له ټولو رسنيو سره حسنه اړيکې لري او دا اړيکې به په دوامداره توګه دوام لري.

Img 20250123 Wa0012
د چارو ادارې عمومي ریيس شيخ نورالحق انور هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: “د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا اقدام د ستاينې وړ دی او دا يو نېک اقدام دی، رسنۍ له پخوا څخه ډېر ارزښت لري، د رسنيز ډګر پياوړي کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتيا ده چې اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې توجه کوي او د رسنيزې برخې لا پياوړي کولو ته متعهد دی.”
د غونډې په دوام، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي ويلي دي: “د رسنيو او وياندويانو ترمنځ د همغږۍ غونډو دا لړۍ به دوام ولري، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې ورته غونډې جوړې شوې چې په ترڅ کې يې ټولو وياندويانو ته ويل شوي چې له رسنيو سره پر وخت اطلاعات او معلومات شريک کړي، رسنۍ دې ملي اصطلاحات او ترمينالوژي رعايت کړي او د بېګانه کلتورونو او اصطلاحاتو له استعمال دې ځان وساتي.”
فراهي زياته کړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ په موخه پر يوه داسې تګلاره کار روان کړی چې له مخې به يې دوی خودکفا او له شته ستونزو به خلاص شي.

Img 20250123 Wa0021
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو ته د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال او د خپرونو چارو د معين مهاجر فراهي له لوري تصديق‌پاڼې وېشل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته