کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د تخار د رستاق ولسوالۍ په بازار کې د يوه ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې، يو ډار اچوونکى چې چاوديدونکي توکې يې په خپل بدن کې تړلي و او غوښتل يې چې د تخار د رستاق ولسوالۍ په بازار کې په ځانمرکي بريد لاس پورې کړي د پوليسو له لوري وپيژندل شو او ووژل شو.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل، چې پوليسو يو تن له دغه ډار اچوونکي سره د همکارۍ په تور نيولى دى.
ختم_ ف_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ