امنیت

د راکټي بريد له امله د نفتي توکو په ټانکرکې اورلګيدنه

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
په پروان ولايت کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو په راکټي بريدکې دنفتي توکوپه يوه ټانکرکې اور ولګيد.
يرغلګرو تېره شپه د يوولسو بجو په شاوخو کې دکابل _ پروان  په لويه لاره کې   د نفتي توکو په کاروان بريد وکړ.
د پروان و لايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزى باختر آژانس ته وويل  چې د دغه راکټي بريدله امله د نفتي توکوپه يوه ټانکرکې اورلګيدلى دى.
ده وويل: د نفتي توکو د سپرلۍ د کاروان موټر چلوونکو په زيات ګومان سره   د وسله والوغلو د دريدو لارښوونې ته پاملرنه نه ده کړې، له همدې امله غلو په دغو ټانکرونو راکټي بريدکړى دى.
مموزى وايي: يرغلګر په تيښتې بريالي شوي او دهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته