کابل باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس امام محمد وريماچ نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هېوا په ٣٤ ولايتونوکې د رايې ورکولو د مرکزونو د څيړنې او انډوليزکولو پروګرام په رسمي ډول پيل شو .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس دغه راز وويل چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د شفافيت د تامينولو او د تېرو چلنجونو د تکرار د مخنيوي او د آزادو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رايې ورکولو د مرکزونو د څيړنې او انډوليز کولو پروګرام د زرو تنو روزل شويوکارکوونکو په استولو سره چې نوي د دغه کميسيون له خوا په لنډ مهال ډول استخدام شوي دي، پيل شوى دى او دغه بهير به تر٤٥ ورځو پورې بشپړ شي.
وريماچ وويل: دغه پروګرام لومړى د هېواد او ولايتونو په مرکزونو او وروسته په ولسواليوکې د وګړو، جغرافيايي موقعيت او دڅيړنې د نورو معيارونو په پام کې نيولو سره عملي کيږي او ددغه پروګرام له مخې به له دې وروسته د رايې ورکولو ټول مرکزونه په ښوونځيو، کلينيکونو او په نورو ټولګټو تاسيساتوکې جوړ شي او هغه مرکزونه چې پخوا يې په شخصي کورونو او يا تر خيمو لاندې يې کارکاوه، له دغه شان ځايونوڅخه ايستل کيږي.
ده وويل چې د رايې ورکوونکو د نوم لړ په بشپړيدو سره له هغو تخنيکي وسايلو څخه په استفادې سره به چې د انتخاباتو د کميسيون له خوا نه وي پيرودل شوې، په هېوادکې د رايې ورکوونکو د نومونو د ثبت بهير پيل شي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس په دې غونډه کې له حکومت، سياسيي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنيو، نړيوالې ټولنې او له حکومت څخه له خوا بدو څخه وغوښتل چې په هېوادکې د شفافو، آزادو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر دې له دغه کميسيون سره همکاري وکړي.
وريماچ دغه راز د انتخاباتو د څوکيو د محدود والي د طرحې په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دغه طرحه کابو څلور مياشتې مخکې د کميسيون له خوا حکومت ته ليږل شوې ده او دغه کميسيون د حکومت له خوا د دغې طرحې تائيد او يا ردولو ته سترګې په لاره دى.
پاى شکريه
0 2 دقیقې لوستل