۱۰۰ ورځې

د رايې ورکولومرکزونه زياتيږي

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٧ :
دجمهوري رياست دانتخاباتو د دويم پړاو د رايې ورکولو مرکزونه زياتيږي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور نن رسنيو ته وويل :
د انتخاباتو د لومړي پړاو د تجربې په پام کې نيولو سره وپتيل شوه چې په ټول افغانستان کې د رايې ورکولو د مرکزونو شمېر زياتوالي ومومي .
ده زياته کړه: د رايې ورکولو د مرکزونو شمېربه څه ناڅه څلرويشتو زرو ته ورسيږي.
دجمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاوکې د رايې ورکولودمرکزونوشمېر د شلو زرو په شاوخواکې و چې رايې ورکوونکو او کميسيون ته يې زياتې ستونزې پيدا کړې وې .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي دباخترآژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونه بشپړ تيارى لري چې د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو اوسيمو امنيت تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته