د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټولو کمېټو غونډه ترسره شوه
کابل، د کب ۲۲مه، باختر
د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د دولسګونو کمېټو د مسوولینو په ګډون تر سره شوه.
په یاده غونډه کې ګومارل شویو دولسګونو کمېټو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ او له بېلابېلو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د شمېر، د نغدي مرستو د وېش د څرنګوالي او هغوی ته خوراکي توکو، البسې او مسکن د برابرولو، هېواد ته د راستنو شویو سوداګرو او پانګوالو د ثبت او تثبیت د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو مسوولینو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوست هېواد عربي متحده اماراتو د یومیلیون او ۸ سوه زره ډالرو نغدي مرستې د مننې ترڅنګ د راستنو شویو کډوالو ټولو مستحقو کورنیو ته د یادو مرستو د وېش په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وکړه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.