خبرونهTOPټولنه

د راتلونکو ۳ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

کابل، د وږي ۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو ۳ ورځو لپاره (د روانې وږي مياشتې له ۶ څخه تر۸ نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کاپیساه، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او زابل) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.
په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته