د رئیس الوزراء حکم؛ د کونړ د مرورې ولسوالۍ نوم (منورې) ته بدل شو
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء عالي مقام د ۲۸/۴/۱۴۴۶ نېټې د (۲۱۱۲) ګڼې حکم له مخې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ د دغه ولسوالۍ د مشرانو او دیني عالمانو په غوښتنه د منورې په نوم ونومول شوه.
د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو د کورنیو چارو وزارت څخه د منورې په نوم د دغه ولسوالۍ نوم د بدلون غوښتنه کړې وه او یاد وزارت دغه وړاندیز د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړی و، چې د رئيس الوزراء عالي مقام په لارښوونه د اداري کمېسیون او یاد مقام له لوري تائيد شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په وړاندیز شوي متن کې راغلي: ( د اداري واحدونو مخينې او نوم ایښودنې ته په کتو څرنګه، چې نوم د یو اداري واحد اساس ده او په معنوي او معنی لحاظ سره د خپلو او نورو سیمو منځ کې خپل سیمه ییز انځور او ځایګاه منعکسوي ښه نوم ایښودنه د هر اداري واحد د ولسونو حق دی، ترڅو د سیمې اوسېدونکي یې پرې خوشحاله، راضي او سوکاله ژوند ولري.
د يو اداري واحد نوم په هغه صورت کې د بدلون وړ ده، چې په معنوي او معنی لحاظ سره یقیني او د قبلېدو وړ دليل ولري، د سیمې د ټولو یا زیات شمېر اوسيدونکو غوښتنه وي، د سیمې ټول اوسېدونکي یې د نوم په بدلون او نوي نوم ایښودنې راضي وي، کوم سيمه ييز حساسیت او بد تعبير ونلري.
د نوم بدلون په صورت کې د ټولو ادارو ډیتابېسونونه د هغه مطابق اصلاح کېږي او چارې پرې مخته وړل کېږي او همدارنګه مخکېنی نوم یې، چې د یاد واحد مخکېنی اساس او نوم ده د هغه وخت اسناد يې د هماغه وخت نېټې سره اعتبار لري او د اداري واحد د نوم بدلون د چا د ملکیت او پېژندنې مانع نه شي کېدی.
یاد لړ ته په کتو له قانوني لحاظه د يادې ولسوالۍ د نوم په بدلون کې کومه ستونزه نشته او د منورې نوم ته د اړولو وړ ده).