د دیني عالمانو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې او ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
کابل، د کب ۸مه، باختر
لوړو زده کړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري چې د ديني علماء کرامو د عالميې مرحلې ماسټري اسنادو د ارزونې په موخه ازموینه واخلي.
نو له ټولو هغو علماء کرامو څخه چی په وزارتونو، مستقلو ادارو، ولايتي رياستونو او پوهنتونونو کې یې نوملیکنه کړې وه په درنښت هيله کېږي چې په ټاکلي وخت د ازموینې ځای ته تشریف راوړي.
یاده ازموینه د هېواد په اوو زونونو (کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، پکتیا، بلخ، کندز) او دايکنډي او غور ولایتونو کې هم مهاله پیلېږي.
د ازمویني نېټه؛ د روان ۱۴۴۵هـ . ق کال د شعبان المعظم د ٢٦ / د ۱۴۰۲هـ . ش کال د کب ۱۸ مه د جمعې ورځ، د سهار ۸:۳۰ بجې