سیاستخبرونهټولنهTOP

د ديني مدرسو د اسنادو ارزونې طرحه ترتيب شوې او ډېر ژر به عملي شي

کابل ، د ثور 25مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په خپل کاري دفتر کې د بلخ او جوزجان ولايتونو له يو شمېر عالمانو او سپين ږيرو سره وکتل.

عالمانو او سپين ږيرو د مختلفو مسايلو، له هغې ډلې په بهر کې د مېشتو افغانانو او ديني مدرسو د اسنادو ارزولو او ستونزو په اړه خپل وړانديزونه مطرح کړل.
مولوي حنفي هغوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ويل چې د اسلامي امارت مسوولين د خلکو د ستونزو حل لپاره خپله ټوله هڅه کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، چې د ديني مدرسو د اسنادو ارزونې طرحه ترتيب شوې او ډېر ژر به عملي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته