د ديني علومو ښوونکي د ساينسي او رياضي مضمونونو لوست ورکوي

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٤
د نوي تعليمي کال د پيل په را نږدې کيدو سره په بغلان ولايت کې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له پلوه د زده کوونکو او د دوى د کورنيو شکايتونه زيات شوي دي.
ويل کيږي په بغلان ولايت کې داسې ښوونځي شته چې د ديني علومو ښوونکي پکې د ساينس او رياضي د مضمونونو لوست ورکوي او زده کوونکي د دغو ښوونکو له لوست ورکولو څخه ډيره لږه استفاده نه شي کولاى .
د بغلان ولايت د اندراب د غرزمق د کلي اوسيدونکي صوفي محمدطاهر دمسلکي ښوونکو د ګومارلو په لاره کې د دغه ولايت د پوهنې رياست د نه پاملرنې له امله د خواشينۍ د څرګندولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کانکور په آزموينه کې د اندراب د سيمې د فارغانو د بې نتيجې پاتې کيدو يواځنى اساسي او مهم عامل په ښوونځيوکې د لوست ورکولو ټيټه کچه او بې کيفيت والي دى.
دى د بغلان ولايت د پوهنې له مسولينو څخه غواړي چې په ١٣٩٤ تعليمي کال کې په ليسوکې د مسلکي ښوونکو په ګومارلو سره دغه ستونزه حل کړي .
د اندراب د يوچ ليسې يوه زده کوونکي عبدالحميد د دغې ستونزې د تاييدولو په ترڅ کې وويل: د مسلکي ښوونکو په نه شتون سره نور ښوونکي هم په منظمه ډول خپلو دندو ته نه حاضريږي او د دې سبب کيږي چې د لوست ورکولو او زده کړې په چاروکې نيمګرتيا رامنځته شي .
خو د دغه ولايت د پوهنې رياست مسلکي او تخنيکي مرستيال عبدالرشيد وايي: په اندراب ولسوالۍ کې ټول اوولس ښوونځي شته او نه يواځې دغه ولسوالۍ بلکې د نورو ولسواليو ښوونځي هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي. ده د دغې ستونزې د دوام اصلي علت د امتيازونو د کچې ټيتوالى، د ټاکنو ځنډيدل او د بست او تشکيل نشتوالى وباله.
ده زياته کړه: د دغه ولايت د پوهنې ادارې د دغې ستونزې د لرې کولو په برخه کې تر اوسه پورې کوم ځانګړى پروګرام ترلاس لاندې نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته