-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دبلخ ولايت يو شمير ديني عالمانو او خلکو په مزارشريف ښارکې د ښخ کړى شوى ماين چاودنه چې د دريو تنو د ټپي کيدو سبب شوه وغندله .
دبلخ ديني عالمانو دوسله والو طالبانو دغه عمل په کلکه وغانده او ويې ويل چې په ټولو مياشتو اوپه تيره بيا د روژې په مبارکه مياشت کې جګړه او دانسانانو وژل حرام دي او له طالبانو څخه غواړي چې په دې مبارکه او برکتي مياشت کې دمسلمانانو له وژلو څخه لاس واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې دمزارشريف ښار په لويديځ کې دملا سلطان مارکيټ په وړاندې په بايسکل کې ځاى پرځاى شوى ماين وچول شو چې له امله يې ديوه پوليس په ګډون درې تنه ټپيان شول .
له بله پلوه دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر هم وويل چې طالبانو په خپلو دغه شان عملونو سره هيڅکله نه شي کولاى په بلخ کې دنا امنۍ سبب شي.
0 1 دقیقه لوستل