امنیت

د دوو چاودنو مخه ونيول شوه.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
دبغلان ولايت امنيتي منسوبينو نن ددوو چاودنو مخه ونيوله .
دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي رستاقي باختراژانس ته وويل  دوه ماينونه چې په  جوړولو کې يې خطرناکه چاويدونکي توکي کارول شوي و او دبغلان _ کندز په لويه لاره کې دچهارشنبې  تيپې  په ساحه کې ايښودل شوي و ، دپلخمري ښار دشپږمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا کشف اوشنډ کړاي شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته