امنیت

د دوو پاکستانيانو په ګډون ١۴طالبان په هلمند کې ووژل شول

– کابل / د زمري٢مه / باختر
د دوو پاکستانيانو په ګډون ١۴وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند کې ووژل شول.
د هلمند د امنيې قومندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه په هوايي بريد کې ووژل شول.
په وژل شويو کې د دې ډلې دوه پاکستاني غړي شامل دي چې د ليزري وسلو مسلکي انجنيران هم وو.
خبرځاى زياته کړه چې په دغه برید کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان او جنګې وسايل یې له منځه یوړل شول.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته