د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه په کندز کې ووژل شول
کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٩ :
په کندز ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو ځواکونه په ګزمې بوخت وو.
د کندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د ماين په دې چاودنه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي و ګړي ووژل شول.
ده وويل : ماين ټيک هغه وخت په امام صاحب ولسوالۍ کې وچاوديد چې دپوليسو ځواکونه د ګزمې په حال کې وو.