سیاست

د دوو مليونو ډالرو تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر دکب څوارلسمه :
سعودي عربستان د افغانستان د مهاجرينو د راستنولو د چاروله وزارت سره د دوو مليونو ډالرو مرستې تفاهم ليک لاسليک کړ.
د باخترآژانس دخبر له مخې: ددغه تفاهم ليک له مخې سعودي عربـستان د افغانستان د ماليې وزارت له لارې دمهاجرينو د راستنولو دچاروله وزارت سره د دوو مليونو ډالرو مرسته کوي.
دغه تفاهم ليک دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزير جماهير انوري، په کابل کې د سعودي عربستان سفير عبدالرحمن آل غاصب او د ماليې وزارت د خزانو رييس لاسليک کړ.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير ډاکتر جماهيرانوري ددغه تفاهم ليک له لاسليک کولو وروسته نن په يوه خبري غونډه کې وويل: په هغه وروستى سفرکې چې سعودي عربستان ته يې درلود او په هغو کتنوکې چې د دغه هيوادله مسوولو مقاماتو سره وشوې او د خادم الحرمين الشريفين له لارښوونې سره سم دغه هيواد د څه دپاسه نوي زره کورنيو د لومړنيو اړتياوو د برابرولو په خاطر د دوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
د سعودي عربستان سفيرعبدالرحمن  آل غاصب د افغانستان  له خلکو سره دخپل هيواد د مرستو په دوام باندې دتينګار په ترڅ کې زياته کړه: افغانستان زموږ ورور او دوست مسلمان هيواد دى او دا زموږ اسلامي دنده ده چې له خپلو افغاني ورونو سره مرسته وکړو.
ده وويل: ٢٠١٤ ميلادي کال د سعودي عربستان په مرستو باندې کومه اغيزه نه لري او په دغه کال او په راتلوونکوکلونوکې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته