د دوو شهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د غور والي نن د دوو شهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ د دغو دوو تنوشهيدانو له هرې کورنۍ سره چې په چارسدې ولسوالۍ کې د هېواد د دښمنانو د ورانکارو فعاليتونوله امله شهيدان شوي وو، سل ، سل زره افغانۍ ورکړشوې .
دغه مرستې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست له خوا برابرې شوې وې .پاى جذ