جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ٩ :
د داعش ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون شل تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ملاثاقب او ملا نعمان تېره شپه د هسکې مينې او اچين په ولسواليوکې د جلا جلا بريدونو په ترڅ کې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، په کوټ او هسکې مينې ولسواليوکې پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه، د وسلو او مهماتو ډپيوګانې او موټرونه له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په وژل شويوکسانوکې څو تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.
0 1 دقیقه لوستل