امنیت

د دوو تروريستي شبکو غړي ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن دوه تروريستي شبکې د قندهار او د ميدان وردګو په ولايتونوکې وپيژندل او افراد يې ونيول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د خاصو عملياتو په بهيرکې په طالبانو پورې اړوند يوه څلورکسيزه تروريستي شبکه چې د ميدان وردګو ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو او د ماينونو په ښخولو بوخته وه؛ ونيوله او د هغوى له پټنځي څخه يو ٨٢ ملي متري توپ، ١٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، درې بوشکه يي ماينونه، په سلګونو ګولۍ او پوځي تجهيزات ترلاسه کړي دي .
دغه راز په ګل لالا مشهور د حبيب الرحمن، په ناني مشهور د عبدالستار، په خان مشهور د علي احمد، عبدالولي او د عبدالرزاق په نومونو د چاودنو او د تروريستي بريدونو د سازمان ورکوونکو پنځه کسيزه شبکه چې په ډاکتر مشهور د حافظ احمدالله او په کوچنى قاري مشهور د ملا رحمت الله په لارښوونه چې له افغانستان څخه بهر استوګنه لري او د قندهار ولايت د ارغستان ، دامان او وژيړي د ولسواليو په مربوطاتو کې په ورانکارو، تروريستي او د چاودنو په فعاليتونو بوخت وو؛ د امنيت د موظفينو له خوا له يوې اندازې مهماتو او چاويدونکو توکو سره ونيول شول.
د دغو تروريستانو په نيولو او د وسلو او مهماتو په کشفولو سره د قندهار او د ميدان وردګو په ولايتونوکې د څو تروريستي او ډار اچوونکو پيښو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته