د دولت ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
د دولت ٨ تنه وسله وال مخالفين پرون د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : د ملي اردو ځواکونو له هغه وروسته د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې وسله والو مخالفينو ديو لړ تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره تيارى نيوه او د دغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو د ډلې د قوماندان ملاتاج ملنګ په ګډون ٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ٣ تنه نور تروريستان ټپيان شول او يوه اندازه وسله او مهمات هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل.
دغه راز د ملي اردو د ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول ،٥ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٥ تنه نور يې ونيول شول.