فرهنګ

د دولتي رسنيو ستونزې وڅيړل شوې .

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې ميرمن سيمين غزل
حسن زاده نن په يوه غونډه کې د دولتي رسنيو ستونزې  وڅيړلې .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : 
په دې غونډه کې چې دباختر آژانس ، د  هيواد انيس ، اصلاح او   د کابل ټايمز دورځپاڼو ، د خپرونو رياست او دبيهقي دکتاب خپرولو رياست دمسوولينو په ګډون جوړه شوه دخپرونو دچارو معينې دنظم او قانون په رعايتولو او له يوبل سره په همکاري ټينګار وکړ او دچارو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په خپلو ادارو کې دبى پروايي او دکارونو خنډونه  پاى ته ورسوي تر خپل امر لاندې کارکوونکو ته دې زيات کاري انګيزه   ورکړي.
دغه راز په  دې غونډه کې په تيرکال د اړوندو مرکزونو ستونزې وڅيړى شوي
د اړتيا و دفهرست په باب چې دمسوولينوله خوانوي مالي کال ته چمتو شوى و
خبرې وشوې .
ميرمن حسن زاد په پاى کې طرحه کړه چې اړتياوې دې دلومړيتوبونو او د وزارت دبودجې دسقف په پام کې نيولو سره  برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته