کابل باختر دليندي شلمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارې معينې نن په يوه غونډه کې د دولتي رسنيو ستونزې واوريدې.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې دباخترآژانس له بيهقي خپرونو، د دولتي ورځپاڼو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د رييسانو او کارکوونکو په ګډون دمطبوعاتو د نړيوال مرکز تالارکې جوړه شوې وه؛ د دغو ادارو رييسانو او کارکوونکو د دې ترڅنګ چې د خپلو کاري مسوولينو په اړوند معلومات وړاندې کړل؛ په اړوندو برخو کې يو لړ ستونزې اومشکلات طرحه کړل.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارې معينې سيمين غزل حسن زاده د دولتي رسنيو له مسوولينو سره په خبروکې ژمنه وکړه چې د دوى د کاري ستونزو او خنډونو په لرې کولوکې عملي اقدامات کوي.
0 1 دقیقه لوستل