د دولتي ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي نوبتې غوڼده ترسره شوه

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي نوبتي غوڼده پرون ترسره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله له لوري د ګومارل شوي پلاوي له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ګومارل شوي پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوه.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛  په دې غونډه کې لومړی د دولتي ادارو ستونزې او موضوعات و ارزول شول او وروسته له نورو دولتي ادارو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو، نورم او سټنډرډ، ملي ازموینو، اوسپنې پټلۍ او طبي شورا ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه هر اړخېز بحث او ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته