د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه ترسره شوه

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه ترسره شوه.
ارګ پر خپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیت مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله له لوري د ګومارل شوي پلاوي له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پرون ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې لومړی د دولتي ادارو پر وړاندې ستونزې او ننګونې او د ځینو ادارو ترمنځ وظیفوي تداخل په هراړخېزه توګه وارزول شو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.