سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د دوحې درېیمه ناسته؛ امارت خلکو ته منلی نظام دی او بدیل نه لري

کابل، د غبرګولي ۱۳ مه، باختر

تبصره

د خولې مړۍ یې ورسره نیمه کړه، په خپلو کورونو او جوماتونو کې یې ځای ورکړ، د دښمن او اشغالګرو ځمکنۍ چاپې، بریدونه او بمبارۍ یې ورسره وزغملې او له مجاهدینو سره د مرستې په جرم، پل چرخي، بګرام او ان ګونتنامو کې بندیان شول، تر څو ځان او هېواد له اشغال څخه خلاص کړي او د امن په فضا کې ژوند وکړي.

همداسې وشول او د اسلامي امارت مجاهدینو د الله ج په نصرت او د ولس په مرسته بریا ترلاسه کړه او په ټول هېواد کې د سولې فضا خوره او اسلامي نظام حاکم شو.

تېرو نږدې درې کلونو کې د اسلامي امارت او ولس ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې، فساد له منځه ولاړ، نشه یي توکي نه کرل کېږي او روږدو ځوانانو نوی ژوند پیل کړ؛ دغه راز د جګړې له امله هېڅ افغانه مېرمن کونډه، بوره او بې وروه نه شوه او همدارنګه د هېواد په کچه لویې پروژې یا خو پلې شوې او یا هم د پلې کېدو په حال کې دي.

اوس خبره دا ده، چې د امارت په واکمنۍ کې د ولس او نظام ترمنځ ښو او مثبتو او دغه راز د روسیې او چین په ګډون د نړۍ لویو هېوادونو سره د غوره دوه اړخیزو اړیکو درلودلو ته په کتو د اسلامي امارت نظام هم په کور دننه خلکو ته منلی دی او له هېواد څخه بهر هېوادونه یې د افغانستان د اصلي واکمن په توګه مني.

نو په کار ده، چې افغانستان کې د مات شویو هېوادونو په ګډون د نړۍ نور هېوادونه هم د افغانستان او په افغانستان کې بیا د دغه هېواد د اصلي بچیانو واکمني ومني او د تعامل لاره ورسره غوره کړي.

نو دا چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته په پلان کې ده، ملګري ملتونه او کوربانه باید له افغانستان څخه د اسلامي امارت استازي د یوې ډلې په نوم نه؛ بلکې د افغانستان د استازو په توګه په داسې حال کې وروبولي، چې د افغانستان د خلکو او دلته د خلکو له لوري د غوره شوي یعنې اسلامي امارت د نظام ګټې په کې خوندي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته