ټولنه

د دوامدارې واورې او باران اورښت نن شپه پيليږي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د واورې او باران اورښت ښايي نن شپه په کابل او د هيواد په ځينو ولايتونوکې پيل شي او د پنجشنبې تر غرمې پورې په وقفه يي ډول دوام وکړي.
باختر آژانس د هوا پوهنې ادارې د انترنتي دستګا له خولې خبر راکړ: په کابل او د هيواد په ځينو ولايتونوکې د واورې او باران اورښت د سه شنبې په شپه پيل او د پنجشنبې تر غرمې پورې دوام کوي.
د کارپوهانو په باور: په روان کال کې دومره واوره نه ده شوې. که چيرې حالات دغه شان دوام ومومي؛ راتلوونکي دوبي به ډير تود وي.
خو يو شمېر نور د زياتو اورښتونو هيله لري او طرحه کوي: ښايي د اقليم بدلون په افغانستان کې د اورښت د فصل د بدلون سبب شوى وي.
په هرحال کروند ګر او بزګران د واورې او باران د زيات اورښت هيله لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته