ښوونه او روزنه

د دنمارک او چين د هېوادونو سفيرانو د پوهنې له وزارت سره د خپلو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١١ :
د پوهنې وزير ډاکتراسدالله حنيف پرون په کابل کې د چين او دنمارک د هېوادونو له سفيرانو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې :
په دې کتنه کې دپوهنې وزير د افغانستان له پوهنې سره ددغو دوستو هېوادونو د مرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دهيواد د پوهنې په نظام کې اوسني پرمختګونه ددغه شان مرستو زيږنده دي.
ده د پوهنې وزارت د ساينس د مرکز د ودانۍ د جوړولو په باب  چې  نږدې ديارلس مليونه امريکايي ډالره پرې لګيدلي دي اود جوړولو کار يې تيرکال بشپړ شو، دچين  له هېواد څخه مننه وکړه.
دغه راز د پوهنې وزير  په کابل کې  د چين له سفير څخه وغوښتل چې دکابل ښار  دڅلورمې کارتې په ساحه کې د وزارت د مرکزي ودانۍ او دليليو په جوړولو، د ساينس له مرکز سره د هېواد د ټولو ښوونځيو د پيوستون لپاره د آنلاين سيستم په جوړولو، د ساينس د مرکز کار کوونکو ته د تحصيلي زمينو په برابرولو او د پوهنې  د ساينس د مرکز د لابراتوارونو په سمبالولوکې همکاري وکړي.
دغه راز په کابل کې د چين سفير په دغو مواردوکې د همکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده يې کړه چې دنمارک په هېوادکې د پوهنې دبرخې يو ډيرستر تمويلوونکى دى.
ده په بېلابېلو برخو په تېره بيا د هېواد په پوهنه کې د دنمارک د زياتو مرستو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې دنمارک له  ٢٠٠٣ ميلادي کال څخه تراوسه پورې د درسي کتابونو د چاپولو، د ښوونځيو، ليليو او د پوهنې وزارت د مرکزي  ګودامونوپه جوړولو او د تخنيکي همکارانو او د نړيوالوسلاکارانو په استخدام کې د څه دپاسه يوسلو پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.
د پوهنې وزير ټينګار وکړ چې د دوستو هېوادونو د مرستو په دوام سره به د هېواد پوهنه د هرې ورځې په تيريدو سره ښه والى ومومي.
په دغوکتنوکې ددغو هېوادونو سفيرانو د پوهنې له وزارت سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته